دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 193880
افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي
د پیښو سره د مبارزې دولت وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرام د بریالیتوب سره سره په دغه هیواد کې د ماین پاکۍ پروګرام د بودیجې د کمي سره مخ دی.

د پیښو سره د مبارزې دولت وزیر نجیب اقا فهیم امریکا غږ اشنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال را وروسته د افغانستان د ماین پاکۍ د پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي.
خو ښاغلي فهیم وویل، چې هڅه کیږي، چې د بودیجې کمي ته یوه لاره ولټول شي.
ښاغلي فهیم وویل " مونږ د همکارانو سره سلا مشورې لرلې، چې څنګه د دغه کمبود شته ډکه کړو، د هغوی ژمنه دا وه، چې تیرو تجربو ته په پاملرنې د ماین پاکولو د پروژو په تطبیق کې نوښتونو ته اړتیا ده، چې ورسره د بودیجې د کمي د یوې برخې شته پرې ډکیدلی شي. خو او س هم د پام وړ یو تشه شته، چې د اندیښې سبب کیدلی شي".
د پیښو سره د مبارزې دولت وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په کال کې ۹۳.۲ میلیونو امریکايي ډالرو بودیجې ته اړتیا لري، چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا دغه پروګرام ته یوازې ۴۳ میلیونه ډالره برابر شوي دي اودا پروګرام د ۵۳.۳ میلیونو ډالرو د کمي سره مخ دی.
ښاغلي فهیم وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د میاشتې ۱۱۸ افغانان د ماین او ناچاودیدلو توکو په چاودنو کې مړه او ټپیان کیږي.
دمخه کلونو کې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په بشپړه توګه د نړیوالې ټولنې له مرستو تمول کیده، خو په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې افغان حکومت د لومړي ځل لپاره دغه پروګرام سره د خپلې بودیجې څخه شل میلیونو افغانیو مرسته کړې ده.
د پیښو سره د مبارزې دولت وزارت وايي، چې په افغانستان کې د ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې، چې د ملګروملتونو د ماین پاکۍ پروګرام پیل شوی،۷۳۳ زره ماینونه له دوو زرو او ۸۳۸کیلو مترو مربع ځمکې څخه راټول شوي او له منځه وړل شوي دي.
خو اوس هم په دغه هیواد کې پر یو زر او ۴۵۰ کیلو مټره مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاودیدونکي توکي ښخ دي.
د پیښو سره د مبارزې دولت وزارت اندیښنه ښيي، یو شمیر هغه سیمې، چې په تیرو کلونو کې له ماینونو پاکې شوې وې، د افغان حکومت وسله وال مخالفان بیا نوي ماینونه ښخوي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevx8z7jh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته