دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 193893
روغتیا وزارت: افغانستان کې سږ کال د پولیو کمې پيښې ثبت شوي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي سږ کال هیواد کې د پولیو کمې پيښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن پنجشنبې کابل کې د پولیو ختمولو نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې دوی په روان میلادي کال کې د پولیو ۱۹ پيښې ثبت کړي دي.
داسې حال کې چې تیر کال په ټول هیواد کې ۲۱ پيښې ثبت شوي وې.
د دغه وزارت په باور دا ناروغي تر ډیره د هیواد په سویلي ولایتونو کې له ماشومانو قرباني اخلي.
سږ کال په ارزګان کې ۸ پيښې، هلمند کې ۵ پیښې، کندهار کې ۳ پیښې، پکتیکا، کنړ او ننګرهار کې د پولیو یوه یوه پيښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد سویلي ولایتونو کې د دیني عالمانو او سپین ږیرو په مرسته ماشومانو ته د پولیو واکسین وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې لاهم د پولیو پیښې پکې لیدل کیږي.
کابل کې د یونیسف اداره وایي په راتلونکو څو کلونو کې به له افغانستانه د ماشومانو د پولیو لمن ټوله شي.
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې پر اعصابو اغیز کوي او په ماشومانو کې د ټول بدن یا د بدن د یوې برخې د فلج کیدو لامل ګرځي.
دغه ناروغي علاج نه لري، خو یواځې د پولیو دوه څاڅکو واکسین کیدای شي چې مخه یې ونیول شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3pazpt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته