دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 193898
په کابل کې د بادغیس امنیه قوماندان ترور شو
د داخله وزارت اعلان کړ: شریف الله چمتو؛ د بادغیس ولایت امنیه قوماندان نن د غزنی اده په سیمه کې کابل پنځم امنیتی حوزی پوری اړوند د ناپیژانده وسله والو له لوری په شهادت ورسید.
شریف الله چمتو د بادغیس ولایت امنیه قوماندان چی رخصتی لپاره کابل ته راغلی وو، نن ۱۲:۴۵ بجی د غزنی اده په سیمه کې د مرمی په ډزو، په شهادت ورسید.
داخله وزارت په خبرپاڼه کې لیکلی دی: امنیتی ځواکونه ډیر ژير به دا تروریستی برید بدله د دشمن څخه اخلی.
 
https://avapress.com/vdcdns0fjyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته