دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 193899
پروان کې خارجی ځواکونو کاروان باندی برید
خارجی ځواکونو کاروان باندی پروان ولایت کې طالبانو یو برید کړی او دا برید تلفات هم درلودلی دی.

عصمت الله محمد د پروان ولایتی شورا غړۍ افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: خارجی ځواکونو کاروان باندی برید کې ۷ خارجی سرتیری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
دا پیښه تیره نیمه شپه د پروان ولایت صیادان کلۍ کې رامنځته شوی دی.
خارجی ځواکونو کاروان د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره ګشت زنی باندی مصروف وو چی یو جاده ماین چی د لیری څخه کنترول کیدل د حرکت پر لاره ورباندی چاودیدلی دی.
طالبان ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ویاند د خبرپاڼی په خپرولو سره ویلی دی چی په دی چاودنه کې ۸ تنه امریکایی عسکر وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوی دی.
طالبانو ویاند ویلی دی چی ددی ځواکونو دوه زرهی موټران هم له منځه وړل شوی دی.
امریکایی ځواکونه او قاطع ملاتړ ماموریت تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdceox8zojh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته