کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پروان کې خارجی ځواکونو کاروان باندی برید

2 عقرب 1398 ساعت 17:06

خارجی ځواکونو کاروان باندی پروان ولایت کې طالبانو یو برید کړی او دا برید تلفات هم درلودلی دی.



عصمت الله محمد د پروان ولایتی شورا غړۍ آوا خبرنګار ته وویل: خارجی ځواکونو کاروان باندی برید کې ۷ خارجی سرتیری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
دا پیښه تیره نیمه شپه د پروان ولایت صیادان کلۍ کې رامنځته شوی دی.
خارجی ځواکونو کاروان د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره ګشت زنی باندی مصروف وو چی یو جاده ماین چی د لیری څخه کنترول کیدل د حرکت پر لاره ورباندی چاودیدلی دی.
طالبان ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ویاند د خبرپاڼی په خپرولو سره ویلی دی چی په دی چاودنه کې ۸ تنه امریکایی عسکر وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوی دی.
طالبانو ویاند ویلی دی چی ددی ځواکونو دوه زرهی موټران هم له منځه وړل شوی دی.
امریکایی ځواکونه او قاطع ملاتړ ماموریت تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 193899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193899/پروان-کې-خارجی-ځواکونو-کاروان-باندی-برید

آوا
  https://www.avapress.com