دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 193906
په تیرو دوو وروستیو کلونو کې د پولیو مثبتو پيښو شمیر زیات شوی
ه تیرو دوو وروستیو کلونو ( ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸) کې د پولیو مثبتو پيښو شمیر زیات شوی او د روان زیږدیز کال له پيله تر دې دمه، په هیواد کې ۱۹ ماشومان په پولیو ویروس د اخته کیدو له امله د تل لپاره فلج شول چې ۸ پیښې یې له ارزګانه، ۵ پيښې یې له هلمند نه، ۳ پيښې یې له کندهار نه، ۱ پیښه له پکتیکا نه، ۱ پيښه له کنړ نه او ۱ پيښه هم له ننګرهار نه راپور شوې.
دعامې روغتیا وزارت مرستیاله ډاکټرې ماموسی زیور وویل: زمونږ ګن شمیر روغتیايي کارکوونکي خپل کار یې د پولیو د له منخه وړلو په خاطر ځانګړی کړی دی او آن ځیني وختونه خپل ژوند په خطر کې اچوي. سر د پام وړ پرمختګونو، مونږ د پولیو په له منځه وړلو کې د یولړ جدي ننګونو سره مخ یو. د هیواد ګڼ شمیر سیمې د پولیو څخه پاکې شوي دي او دپولیو ویروس د هیواد په محدوه شمیر ولسوالیو کې دوام لري کوم چې دوامداره لاسری ورته جدی ننګونو سره مخ دی.
د ۲۰۱۸ کال له پیله تر دې دمه، د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په افغانستان کې د پولیو واکسین ۱۱۴ میلیونه ډوزه يې د کمپاینونو له لارې ماشومانو ته رسولي دي چې دغه کار د پولیو واکسین د لومړي کرښي کارکوونکو پرته ناشونی وه. سره له دې هم زیات شمیر کارونه پاتې دي چې ترسره شي ترڅو د پولیو ویروس په خپلو آخري پټن ځایونو کې لکه قندهار، هلمند، ارزګان، کنړ او ننګرهار کې له منځه یوړل شي.
په تیرو دوو وروستیو کلونو ( ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸) کې د پولیو مثبتو پيښو شمیر زیات شوی او د روان زیږدیز کال له پيله تر دې دمه، په هیواد کې ۱۹ ماشومان په پولیو ویروس د اخته کیدو له امله د تل لپاره فلج شول چې ۸ پیښې یې له ارزګانه، ۵ پيښې یې له هلمند نه، ۳ پيښې یې له کندهار نه، ۱ پیښه له پکتیکا نه، ۱ پيښه له کنړ نه او ۱ پيښه هم له ننګرهار نه راپور شوې.
په افغانستان کې د یونیسف غړی داکتر لورانس وویل: مونږ خپلې تګلارې په داسې توګه چمتو کړي دي چې پولیو په یوه درې تر څلور کنې دوره کې له منځه یولړ شي. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازه هغه دو هیوادونه چې ترې د پولیو پيښو رپورټ ورکول کیږي. مونږ باید خپله ونډه په دې برخه کې ولرو او خپله دنده سرته ورسوو.
د هر ماشوم څو واره واکسین کول د کمپاینونو له لارې، یوازنۍ هغه اغیزمنه لاره ده چې د پولیو ویروس د خپریدو مخنیوی پرې کیږي. دا یو ټولیزه دنده ده. تمویل کوونکي د مالي مرستې لپاره ژمن دي، د افغانستان حکومت او دهغې روغتیايي همکارې ادارې په ګډه سره کار کوي چې ترڅو د واکسین چمتوالی یقیني کړي، د واکسین ټیمونه د خطر او ننګونو سره مخ په سیمو کې ماشومانو ته د واکسین رسولو په خاطر کار کوي . او دا د کورنیو او د ټولنې وګړو دنده ده چې د پولیو په وړاندې د خپلو ماشومانو وقایه او ساتنه یقیني کړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان غړی ډاکټر زبیر وویل: مونږ پخوا د خپلو نیږدې همکارو اداره په مرسته د معافیت ورکونې او څارنې د کړنلارو د تطبیق لپاره، په دا ډول ننګونو برلاسی شوي یو او یوځل بیا په ډير شوق او لوړ تعهد، د پولیو له منځه ړلو لپاره دغه کړنلارې کاروو.
د روان زیږدیز کال د اکتوبر وروستي کمپاین په بهیر کې، عامې روغتیا وزارت، د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په همکاری، ۸،۵ میلیونه ماشومانو یې د هدف وړ وه چې هغوی ته د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورسوي. خو د امنیتی ننګونو او ستونزو له امله او همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدی سیمو کې د خلکو د ډير تګ او راتګ له وجې او همداشان د پنځو کالو کم عمره ټولو ماشومانو ته د نه لاسري له کبله، یو شمیر ماشومان د واکسین څخه پاتې شول.
بیاهم د پولیو واکسین ټیمونه هڅه کوي چې د واکسین څخه پاتې شوي ماشومان په نښه او د کمپاین په وروستیو ورځو کې واکسین کړي او کورنی باید د خپلو ماشومانو واکسین کول د کمپاین په هر پړاو کې یقیني کړي.
https://avapress.com/vdcdzs0f9yt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته