دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 193911
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیرې هم استعفا وکړه
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وايي چې د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان له خپلې دندې استعفا کړې او جمهور رئیس غني یې استعفا منلې ده.

د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال سید محبوب رباني امریکا غږ ته وویل چې ښاغلي غني د میرمن نهان استعفا د تلې په ۳۰ مه منظور کړې ده.
ښاغلي رباني د میرمن نرګس نهان د استعفا د علت په اړه وویل، چې هغه د "شخصي دلایلو" له کبله وزارت پرېښی دی.
نرګس نهان د ۱۳۹۶ لمریز کال د حمل په لومړیو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د یو فرمان پر اساس د کانونو او پترولیم د وزارت د سرپرستې په توګه وټاکل شوه.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې اوس مهال تخنیکي مرستیال عنایت الله مهمند د سرپرست وزیر په توګه د وزارت چارې پرمخ وړي.
میرمن نهان د افغان حکومت دوهمه وزیره ده، چې په تیرو دوو ورځو کې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده. تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني ظاهرآ جمهور رئیس غني د "پالیسو سره د اختلاف" له امله استعفا ورکړه او استعفا یې ومنل شوه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvtevvuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته