دخپریدو نیټه :جمعه ۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 193933
په هلمند کې د امریکايي ځواکونو پر هدې برید شوی
د افغانستان په سویل کې د هلمند په ولایت کې پنځه تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي دي. دا خبره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې کړې ده .
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنټاګون  د دریو تنو  چارواکیو له قوله لیکلي دي چې  د افغانستان په سویل کې  په هلمند ولایت کې  پنځه تنه امریکايي سرتیري ټپيان شوي دي. ویل کیږي دا سرتیري  ددوې پر هدې  د راکټي برید په نتیجه کې ټپیان شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې دا سرتیري  سې شنبې پر ورځ  افغانستان ته د امریکا د ملي دفاع وزیر مارک اسپر د سفر نه یوه ورځ  وروسته  ټپیان شوي دي.
پیښه  د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار  کې  د امریکايي  ځواکونو په یوې کوچنۍ  پوځي هډه کې رامنځته شوې ده .
طالبانو پداسې حال کې  په لشکرګاه ښار کې د امریکایي ځواکونو پر هډې برید کوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې  په افغانستان کې طالبانو داسې ځپلولي دي چې ددینه مخکې کله هم داسې نوه وو ځپول شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي چې دا برید ددې ښکارندويی کوي چې طالبان  تر اوسه پورې هم  ددې ظرفیت او قابلیت  لري چې  د ولایت په مرکز کې هم  پر دوی برید وکړ.
https://avapress.com/vdcdss0fsyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته