کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چاوش اوغلو : ترکیې د امریکا او روسیې سره د توافق سره ستر سیاسي بری ترلاسه کړ

3 عقرب 1398 ساعت 23:22


مولود چاوش اوغلو  دا څرګندونې  د اناتولیا خبري اژانس سره  په مرکه کې  تیره ورځ  د روسیې د سوچي په ښار کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه  معلومات ورکړل.
هغه وویل چې  د ترکیې لخوا د سورېې په مسئله کې  د امریکا  او وروسته د روسیې سره  توافق کول  یو ډیر ستر سیاسي بری  دی.
ددې توافقونو سره د نړۍ تر ټولو  سترو دوو هیوادونو د سولې چینې پوځي عملیاتو  مشروعیت  قبول کړ.
هغه وویل که چیرې  د سولې چینې د پوځي عملیاتو په سیمه کې د وای پ جي عناصر ولیدل شي  سمدلاسه به لمنځه یوړل شي.
چاوش اوغلو وویل چې  د روسیې او امریکا سره د شوي توافق له مخې  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګه د وای پ جي عناصر به په سوریه کې د ترکیې د پولو نه  په اعتبار سره  ۳۰ کیلومتره سویل  لوري ته  په شا کړی شي. د ۳۰ کیلومتره  سور سره  سیمه به د ترهګرو نه  تصفیه او پاکه کړی شي.
هغه وویل چې  ترکیې  د سوریې په شمال کې  جوړیدونکي  د ترهګري دولت  د جوړولو مخه ونیوله .
د سولې چینې  پوځي عملیات د سوریې د راتلوونکي  لپاره یو ډیر مهم  پيل دی.
هغه زیاته کړه چې  د سوریې په شمال کې چې ډیری  نفوس  عربان دي  اداره به يي هم عربانو ته ورکړ شي. همداشان  د سیمې کوردانو ته به هم  پدې اداره کې ځای ورکړ شي.
هغه  د سوریې د رژیم  د مشر بشار اسد سره  د مستقیم  تماس  او اړیکې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا کوم تماس او اړیکه نده نیول شوې ځکه چې  د اسد رژیم د ادانا  تړون د تطبیق  ظرفیت نلري.


د مطلب کود: 193936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193936/چاوش-اوغلو-ترکیې-د-امریکا-او-روسیې-سره-توافق-ستر-سیاسي-بری-ترلاسه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com