دخپریدو نیټه :جمعه ۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 193946
ملی اردو قوماندان خپل سرتیری له لوری ووژل شو
تیره شپه تورن حشمت الله یعقوبی د شاهین ۲۰۹ قول اردو دریم کندک ثقلیه تولی قوماندان په یو خپلی برید کې ووژل شو. هغه د یو بریدمل له لوری په کندک کې وژل شوی دی.

حنیف رضایی د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسئول افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی دا بریدمن سید موسی نومیږی او روانی تکلیف لری او روانی حمله په وخت کې اسلحه یی په لاس کې وو او قوماندان باندی ډزی کړی دی.
هغه زیاته کړی چی دا کس نیول شوی او نظارت لاندی قرار لری.
رضایی ټینګار کړی چی دا کس طالبانو نفوذی کس نه دی او نور جزئیات تراوسه په لاس کې نشته.
تورن حشمت الله یعقوبی، بدخشان ولایت فیض آباد ښار کې پیدا شوی او د پنځو کالو څخه ډیر سرپل ولایت کې د دشمنانو په وړاندی جنګیدلی دی.
https://avapress.com/vdchkxnz-23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته