کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مسکو غونډه: د امریکا او طالبانو مذاکرات دې بیا پیل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 عقرب 1398 ساعت 13:11

د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو چې د افغانستان په هکله یې په مسکو کې په جوړه شوې غونډه کې گډون درلود د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو ټینگار وکړ.



د اسوشیتد پرس خبري اژانس د رپوټ له مخې ددغې غونډې په پای کې چې د جمعې په ورځ اکتوبر ٢٥ (لړم ٣) په مسکو کې وشوه گډون کوونکو یوه گډه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې لیکلي په افغانستان کې د سولې د ټینگیدو یواځنۍ لار خبرې او مذاکرات دي.
د اسوشیتد پرس په وینا د چین، روسیې او پاکستان استازو پدغه غونډه کې له امریکا وغوښتل چې د طالبالنو سره بیا د خبرو پر میز کښیني او ددې ډلې سره د سولې تفاهم لیک لاس لیک کړي چې "بین الافغاني" خبرو ته لار پرانزي.
د افغانستان دولت پدغو خبرو کې گډون نه درلود.
د مسکو غونډه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په دوام کې جوړه شوه چې پدې وروستیو کې یې د بلجیم او روسیې په گډون یو شمیر هیوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.
ویل شوي چې ښاغلي خلیلزاد ددغو سفرونو او لیدنو کتنو په لړ کې فرانسې ته هم ځي.
له دې سره جوخت تمه کیږي چې د افغانستان د سولې د څرنگوالي په اړه یوه بله غونډه راتلونکې اونۍ په چین کې وشي.
د طالبانو منابعو ویلي چې د هغوی استازي پدغه غونډه کې چې تمه ده د اکتوبر پر ٢٩ او ٣٠ وشي برخه اخلي.
د افغانستان حکومت هم پدغه غونډه کې د گډون کولو د احتمال خبر ورکړی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې د چین په غونډه کې د گډون کوونکو لست "په یو مناسب فرصت" کې د چین له حکومت سره شریک کړای شي.
 


د مطلب کود: 193966

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193966/د-مسکو-غونډه-امریکا-او-طالبانو-مذاکرات-دې-بیا-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com