دغه جنګي الوتکې په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د مرستې لپاره دغه هوايي ډګر ته راوړل شوې دي.
د امریکا د هوايي ځواکونو یو چارواکی وايي چې دغه جنګي الوتکې کولای شي له ناټو ځواکونو سره هم مرسته وکړي چې د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ورکولو ته تمرکز ولري او له هغه سره هممهاله پر ترهګرو خپلو بریدونو ته هم دوام ورکړي