دخپریدو نیټه :شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 193981
خالد: له اوربند پرته د سولې هر ډول هوکړه ناممکنه ده
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو په دریځ کې تغیر راغلی او هغوی "له سره د مذاکراتو پیلېدو" غوښتونکي دي.

ښاغلي خالد نن شنبه د اکتوبر پر ۲۶مه په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل، هیله من دی چې له طالبانو سره نوي مذاکرات له ښه موقف څخه تر سره شي.
هغه زیاته کړه:"که چیري دغه مذاکرات له سره پیل کېږي، کوم ضد چې طالبانو مخکې لاره په دغه دور کې نه وي، کوم څه چې موږ یې په اړه فکر کوو، هیڅ مذاکرات او هیڅ یو توافق له اوربند پرته ممکن نه دی، دا ځل به زموږ ډېر ټینګار پر اوربند وی."
ښاغلي خالد زیاته کړه، چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د پاکستان په چلند کې تغیر نه دی راغلی چې د نوموړي په وینا اوس هم د ډیورنډ کرښې هغې غاړې نه د کوټې شورا لخوا په افغانستان کې وسله وال فعالیتونه تر سره کېږي.
اسدالله خالد له نورو وسله والو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په اړه وویل، چې اوس هم له طالبانو سره بهرني همکاري یوه جدي ستونزه ده، چې د نوموړي په وینا دا له نړیوالو او سیمه ییزو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو ښکارندويي کوي.
پر همدې مهال په افغانستان کې د بهرنیو قواوو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وویل، چې د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه هیله لري، چې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان چارواکي او طالبان دواړه باید په افغانستان کې د تلفاتو د مخنیوي په هدف تاوتریخالی راکم کړي.
د داعش ګواښ:
په افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو دغه قوماندان همدارنګه زیاته کړه، چې داعش لاهم یوه خطر ناکه ډله ده او تروریزم نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ ته هم ګواښي.
نوموړي زیاته کړه کوم عملیات چې په افغانستان کې د داعش پر ضد شوي، داسې معلومه شوې، چې دغه ډله له افغانستان څخه بهر پراخې اړیکې لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7w9qqak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته