دخپریدو نیټه :شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 193984
افغانانو له معارف سره څه باندې ۶سوه میلیونه افغانۍ مرسته کړې
د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شلو ولایتونو د پوهنې له بهیر سره ۶۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نضهت د شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۶مه «لړم ۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغه مرسته کې د ۳۷۰ جریبه ځمکې ورکول، د ښوونځیو بیارغول، درسي مواد او نغدي پیسې شاملي دي.
نوموړي زیاته کړه:"د خوست، دایکنډي، کاپیسا، میدان وردګ، سرپل، بامیان، پنجشیر، سمنګان، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، د کابل ولایت او ښار، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات ، پکتیکا او پکتیا) اوسېدونکو له پوهنې سره ۶۶۲۰۰۰۶۶۱ افغانۍ مرسته کړې ده."
اغلې نضهت زیاته کړه، چې دغه مرستې د ښوونځیو د شوراګانو لخوا راټولې شوي او مرسته کوونکو هم د خپلو مرستو د لګښت د څرنګوالي له بهیر څخه پوره څارنه کړې ده.
د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې همدرانګه زیاته کړه، چې د پاتې ۱۴ ولایتونو څخه د مرستې راټولولو لړۍ روانه ده.
د افغانستان د پوهنې وزارت، ۱۳۹۷کال له پوهنې څخه د ملاتړ د کال او ورپسې یې له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۹کال پورې د پوهنې د لسیزې په نوم نومولي دي.
دغه وزارت وايي، هڅه کوي، چې د پوهنې لسیزه په هېواد کې د پوهنې د ستونزو د پای ته رسېدو لسیزه وي.
د پوهنې وزارت پر ټولو افغانانو غږ کړی، چې د پوهنې په لسیزه کې د ښوونې او روزنې د ودې په لاره کې برخه واخلي.
د افغانستان د پوهنې پر وزارت لوی انتقاد دادی، چې د نړیوالې ټولنې له مرستو سره سره بیا هم د پوهنې بهیر له ګڼو نیمګړتیاو سره مخ دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjotevxuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته