دخپریدو نیټه :شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۴
د مطلب کود : 194019
سولې توافق ته رسیدو پوری به د طالبانو په وړاندی نظامی عملیات ادامه پیدا کړی
جنرال سکات میلر، په افغانستان کې خارجی ځواکونو عمومی قوماندان، وایی چی افغانستان کې د جګړی پای ته رسولو لپاره یو حل لاری موندلو هڅو ترڅنګ، طالبانو په وړاندی نظامی عملیات ادامه پیدا کوی.

 
هیواد کې خارجی ځواکونو عمومی قوماندان وایی: سوله د افغانستان خلګو هیله ده د همدی لپاره د تاوتریخوالی پای ته رسولو لپاره یو حل لاری پیدا کولو هیله شته او موږ باید د خلګو ساتنو لپاره عملیات ترسره کړو او افغان ځواکونو سره زموږ شراکت د نورو وختونو په پرتله پیاوړۍ شوی دی.
په همدی حال کې، مارک اسپر، د امریکا دفاع وزیر، په یو خبری ناسته کې په بروکسل کې د ناتو دفاع وزیرانو ناسته کې وویل: په هغه صورت کې چی طالبان سولې غږ ته ځواب ورنه کړی، ټول نظامی فشارونو څخه به کار واخیستل شی ترڅو راتلونکې کال تر رسیدو پوری هغوی ټول مرکزونه له منځه لاړ شی.
په دی حال کې، اسدالله خالد، د ملی دفاع وزارت سرپرست چی ناتو دفاع وزیرانو ناسته کې هم ګډون کړی وو، ټینګار کوی چی افغان ځواکونه هم خپل عملیاتونه طالبانو باندی ډیر کړي؛ ښاغلی خالد زیاتوی چی د طالبانو په وړاندی ټولو نظامی فشارونو څخه به کار واخیستل شی ترڅو دا ډله سولې ته تن ورکړی یا هم جاری کال تر پای پوری ددی ډلې مرکزونه له منځه لاړ شی.
ښاغلی خالد، زیاتوی: ناتو ټول غړۍ په یو غږ سره خپل تعهد افغانستان او افغانستان امنیتی ځواکونو مرستی ته تکرار کړ نه یواځي تکرار بلکه ټینګار هم.
له بل لوری، نیکلاس کې، د ناتو ملکی استول شوی کس افغانستان لپآره، ناتو دفاع وزیرانو ناسته کې بروکسل ښار کې وایی چی افغانستان کې ناتو ځواکونو مداوم حضور باندی توافق شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjvxevhuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته