کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو سرتېرو د وتو په اړه اجرائیه ريیس څرګندونې کړي

4 عقرب 1398 ساعت 20:07

اجرائیه رییس منلې، چې په تېر یو کال کې زیاد شمېر بهرني سرتېري له افغانستان څخه وتلي؛ خو افغانستان په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتوندي.



طالبانو او امریکا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پریکیدو په اړه نهه پړاوه خبرې ترسره کړي؛ خو دونالد ترامپ په وروستۍ شېبه کې د سولې هوکړه ورسره لغو کړه.
اوس افغان دولت د مزاکراتو د بیا پیلیدو غوښتنه کوي؛ خو پدې شرط، چې اوربند وشي او په خبرو کې حکومت هم ګډون ولري.
ښاغلي داکترعبدالله ټینګار کړی، چې بهرنیو ځواکونو وتل د سولی له خبرو سره تړلي دي.
د حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله له فرانس ۲۴ شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې مونږ د خبرو د بیا پيلدو غوښتنه کوو؛ خو لدی سره همهاله اوربند او د تاوتریخوالي کمیدل به هم د خبرو یوه برخه وي. د حکومت استازیو شتون په دی خبرو کې هم اړین دی او له دی پرته به د سولې خبری بې پایلې وي.
نوموړي دا هم ویلي، چې په تېر یو کال کې د بهرنیو ځواکونو وتل د امنتي چارواکو د اجندا یوه برخه وه او په دې یو کال کې یو شمېر بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او یوه بله لویه برخه به هم له افغانستان څخه ووځي.
داکتر عبدالله عبدالله په ډتاګه کړې، چې یوه اندازه سرتېري کم شوي او په نږدي راتلونکي کې به نور هم کم شي؛ خو د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل به مشروط وی او دا مسله به د افغانانو او طالبانو او امریکا او طالبانو د خبرو یوه برخه وی. زه وايم هېواد د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو ته چمتو ندي. په داسی حال کې، چې جګړه روانه ده، داعش او القاعده حضور لري او د سولی په مزاکراتو کې هم پرمختګ ندی شوی.
دغه راز د ناپيلو هېوادونو په سرمشریزه کې ولسمشراشرف غني بیا هم طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه او څرګندوي؛ افغانان دې ته چمتو دي، چې د سولی خبری د دوی په رهبرۍ مخته ولاړې شي.
ښاغلی غني په ښکاره وايي، بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي؛ خو، چې طالبان د دولت د سولی وړانديز ومني.
 
ولسمشر اشرف غني ویلي، چې که طالبانو او ملاتړو يې د دولت سولې وړاندیزونه منلي وای اوس به په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شمېر د پام وړ کم شوی و.
نوموړي زیاته کړې؛ په خواشینۍ، چې نړیوالو ترورستي شبکو طالبانو ته د هڅو زمینه برابره کړې او ملکي وګړي وژني.
له دی سره همهاله پنتاګون له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر طرحه کار کوي او څو ورځې وړاندې ان بې سي شبکي څرګنده کړه، چې دا طرحه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر ناڅاپي وتلو راڅرخي. که ولسمشر ترامپ امر وکړي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي؛ دا ځواکونه به وتلو ته چمتو وي.
 


د مطلب کود: 194020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194020/د-بهرنیو-سرتېرو-وتو-په-اړه-اجرائیه-ريیس-څرګندونې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com