صاحب داد غفوری، د دوشی ولسوال ددی خبری په تائید سره ویلی دی چی دا پیښه تیره شپه ددی ولسوالی زارغه کلۍ کې رامنځته شوی چی قربانیان یی ۴ کوچنیان، ۱ ځوان انجلۍ، پلار او مور ددی کورنۍ دی.
په همدی حال کې، ددی ولسوالی ولسوال زیاتوی چی ددی کورنۍ یو هلک او یو انجلی هم ټپیان شوی دی.
ښاغلی غفوری آریانا نیوز ته ویلی دی، تراوسه دا قضیه پوری اړوند کوم کس نه دی نیول شوی.
پولیس خپل څیړنې ددی پيښی عاملینو پیدا کولو لپاره شروع کړی دی.