دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 194043
په چین کې بین الافغاني ناسته د مسکو ناستې د پرېکړې پر اساس ځنډول شوې ده
د مسکو څلور اړخیزې ناستې په غوښتنه د بیجینګ بین الافغاني مذاکرات د لنډې مودې لپاره ځنډېدلي دي، چې له مخې به یې موثریت زیات وي (د سولې عالي شورا) د افغان سولې په تړاو د امریکا، روسیې، چین او پاکستان څلور اړخیزه ناسته کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل، اوربند او د بین الافغاني خبرو د لړۍ پر دوام توافق شوی

د افغانستان د سولې په تړاو د روسیې په کوربه توب د مسکو څلور اړخیزه ناسته کې د افغان سولې بهیر په باب د متحده ایالاتو، چین، روسیې، او پاکستان ترمنځ بحث او خبرې شوې دي.
د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي د مسکو څلور اړخیزې ناستې کې د بیجنیګ ناستې ځنډولو ترڅنګ د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو له سره پیلېدو، د جګړې کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو د تسلسل دوام باندې د لوریو ترمنځ توافق شوی دی.
ټاکل شوې وه، چې د روانې اکټوبر په اته وېشتمه د چین په بیجنیګ کې بین الافغاني مذاکرات ترسره شي، خو اوس دا ناسته ځنډول شوې ده.
د سولې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي د بجنیګ بین الافغاني مذاکرات د لاموثریت په خاطر د مسکو څلور اړخیزې ناستې د پرېکړې پر اساس د لنډمهال لپاره ځنډول شوي دي.
افغان حکومت د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او اسانتیاوو هرکلی کوي، خو ټینګار یې دا دی چې د سولې پروسه باید د افغان حکومت او افغانانو په مالکیت او محوریت ترسره شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت  ویانده ناجیه انوري وايي چې د بینجنیګ ناستې لپاره د یو مناسب پلاوي په ترکیب کار کوي.
خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان حکومت به د چین په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ په یوه مناسب فرصت کې د چین له حکومت سره شریک کړي.
د افغانستان حکومت او طالب استازو دواړو ته د چین له خوا رسماً په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دواړو تر اوسه د دې غونډې د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغان سولې په تړاو د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو له لوري هلې ځلې پداسې حال کې ګړندۍ کېږي، چې د ناټو سرمنشي هم ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د هڅو پرمختګ پورې تړلي دي.
يو شمېر شنونكي په دې نظر دي چې د بېجينګ خبرې ددې لپاره ځنډول شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ پايلې اعلان شي، هغه مهال ښايي اوسنى تركيب نه وي، د چارو شنونكى جيلاني ځواك هم له ويسا سره په خبرو كې ورته نظر درلود، نوموړي وويل چې د انتخاباتو پايلې كېداى شي د اوسني حكومت په ګټه نه وي، سره له دې چې حكومت د سولې د خبرو ځنډېدو او شنډېدو ته خوښ دى.
https://avapress.com/vdcgtt9qwak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته