کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناسا سپوږمۍ ته د سړو اوبو موندلو لپاره ستوربېړۍ استوي

5 عقرب 1398 ساعت 11:52


د امریکا د فضايي څېړنو مرکز 'ناسا' ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې به سپوږمۍ ته د سړو اوبو موندلو په موخه یو روباټ واستوي.
ناسا وايي، هیله یې دا ده چې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته څېرمه سړې اوبه وموندل شي.
ګڼ کارپوهان په دې اند دي چې په سپوږمۍ کې د اوبو موندل به هلته د ژوند کولو لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.
په سپوږمۍ کې د اوبو شتون د انسان د راتلونکو څېړنو او موندنو لپاره حیاتي سرچینه ده.
د VIPTER په نوم استول کېدونکې ستوربېړۍ یو انسان لېږدووي او اصلي دنده به یې د سړو اوبو موندل وي.
ناسا هیله لري چې د اکسیجن د تولید او سا اخیستو لپاره هلته له اوبو ګټه واخیسته شي.
ناسا کنګل څارونکې سپوږمکۍ فضا ته واستوله
ناسا: د هند مزایل ازموینه لویه تېروتنه وه
اول ځل ۲ مېرمنې له نارینه پرته تشیال کې وګرځېدې
ناسا فضا کې د "لومړي جرم" څېړنه کوي
همدارنګه د هایډروجن موندل هم اړین دي چې د سونتوکو ګټه ترې واخیسته شي.
ددغه ماموریت د پروژې مشر ویلي، دا ستوربېړۍ به څېړنه کوي چې ایا په سپوږمۍ کې د انسان ژوند ممکن دی او که نه.
وایپر ستوربېړۍ به د سپوږمۍ جنوبي قطب ته واستول شي، دا هغه ځای دی چې په پام کې ده په ۲۰۲۴ کال کې لومړنۍ ستوزمزلې هلته ولاړه شي.


د مطلب کود: 194049

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194049/ناسا-سپوږمۍ-ته-د-سړو-اوبو-موندلو-لپاره-ستوربېړۍ-استوي

آوا
  https://www.avapress.com