دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 194050
امریکایي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی
امریکا دفاع وزات وایي، باور کیږي چې پرون شنبه  امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.
د دغه وزارت لوړ پوړو چارواکو CNN خبري آژانس ته ویلي دي، چې اوسمهال د وژل شوي  تن پر جسد باندې DNA او بایومټریکي پلټنې روانې دي.
د یاد وزارت چارواکي وایي، داسې ښکاري چې ابوبکر البغدادي د برید پرمهال د ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله وژل  شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سي اِن اِن تر راپور وړاندې نیوزویک خبري آژانس هم خبر خپور کړی و، چې باور  کیږي نوموړی وژل شوی دی
https://avapress.com/vdcene8z7jh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته