دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 194051
زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره کابل ته راغلی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی پر افغان سولې د بحث لپاره کابل ته راغلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له امریکا غږ سره خبرو کې کابل ته د ښاغلي خلیلزاد سفر تائید کړ او زیاته یې کړه، چې ټاکل شوې نوموړی نن له ولسمشر غني سره وګوري.
تر دا مهاله له افغان چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدنو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
یوازې د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په کابل کې له ښاغلي خلیلزاد سره د افغانستان پر سیاسي وضعیت، ټاکنو او سولې باندې خبرې کړي دي.
دا د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته کابل ته د ښاغلي خلیلزاد لومړی سفر دی چې تر سره کېږي.
زلمي خلیلزاد تر شااوخوا دوه میاشتنۍ وقفې وروسته د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه د افغان سولې په اړه پاریس، مسکو او بروکسل ته سفر پیل کړ.
نوموړي اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې له استازو سره تر کتنې وروسته تېره جمعه په مسکو کې د افغان سولې په اړه د چین، روسیې، پاکستان او امریکا په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.
په دغه څلور اړخیزه غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر بېرته پيلېدو موافقه وشوه.
https://avapress.com/vdcftjdyyw6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته