دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 194054
د سورئې پوځ دترکیې تر پولې پورې په سیمو کې دیره شوی دی
د سورئې پوځ  پرون تر ناوخته پورې د الحسکه ولایت په شمال لویدیځ کې په  السیباطیه ، خربة الدبس ، القاسمیه، الرشیدیه،  الداوودیه، العزیزیه ،  او الظره کلو او ښارګوټو کې دیره شوی  څو په دغو سیمو د ترکیې دحملې په وړاندې ددغې سیمې داوسیدونکو ساتنه وکړی .
 ددغه راپور په اساس ،  دسورئې پوځ همداراز  د راس العین په شاوخوا کې هم  د  دیره کیدا په حال کې دی او ددغو سیمو داوسیدونکو له تاؤدۀ هرکلی سره مخامخ شوی دی.
 همداراز دسورئې پوځ  د لاذقیه  په شمالی سیمو کې  هم د تکفیری ترهه ګرو په ضد پراخ پاکونکی عملیات پیل کړی  چې وئیل کیږی له تکفیری ترهه ګرو جنایتکارو ئې یو شمیر سیمې پاکې کړی او په لسګونو ترهه ګر و ته ئې مرګ ژوبلې اړولی دی .
https://avapress.com/vdciw5az5t1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته