دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 194062
امریکايي چارواکي: د داعش مشر البغدادي د امریکايي سرتېرو عملیاتو کې وژل شوی
امریکايي چارواکي وايي، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکايي سرتېرو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دی.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط تېره ورځ د یاد خبر په تائید سره اسوشېټیډ خبري اژانس ته ویلي، چې نوموړی د سوریې په ادلب ولایت کې د امریکايي سرتېرو لخوا په نښه شوی دی.
دغه چارواکي، یاد خبري اژانس ته ویلي، دا تائیدوي، چې ابوبکر البغدادي په چاودنه کې وژل شوی دی، هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

اسوشېټيډ خبري اژانس همدارنګه ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي:"همدا اوس ډېره لویه پېښه شوې ده." د سپینې ماڼۍ یوه ویاند هوګان ګیدلي بیا ویلي، چې ښاغلی ټرمپ به د یکشنبې په سهار پر ۹ بجې په دې اړه خپله خبرې وکړي.
د داعش د مشر ابوکر الغدادي د وژل کېدو په اړه پر داسې مهال خبر ورکول کېږي، چې امریکا د سوریې له ځينو برخو څخه خپل سرتېري ایستلي او په عراق کې ځای پر ځای کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، چې د سوریې د تېلو زخیرو په شااوخوا او ځینو نورو تر ګواښ لاندې سیمو کې به د دوی سرتېري حضور ولري.
خپله داعش ډلې تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې دفاع وزارت هم ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ممکن په سوریه کې د مسکو په هوايي حملو کې وژل شوی وي، خو امریکایي چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویلي یې و چې د هغه د اوسېدو ځای نا معلوم دی.
ابوبکر البغدادي تر پنځو کلونو وروسته د روان ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کېپه یوه ویډیو پیغام کې راڅرګند شو.
د امریکا حکومت د نوموړي د ځای ځایګی د معلوماتو ورکولو په اړه ۲۵ میلیونه امریکايي ډالره جایزه اعلان کړې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-knzi23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته