دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 194086
د دهراود ولسوالۍ پر امنیه قوماندان ځانمرګی برید شوی
پر امنیه قوماندان سمونمل شاه محمد باندي ځانمرګی برید نن ماپښین مهال د ولسوالۍ په بازار کې شوی دی.
د دهراود ولسوال عبدالمنان علیزي  وويل، چې په پېښه کې امنیه قوماندان او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی او بل چاته زیان نه دی رسیدلی.
ده وويل:"پېښه نن ماپښين یوه بجه د ولسوالۍ په بازار کې د سبزي مارکېټ سره نږدې رامنځته شوې، ځانمرګي بریدګر د امنیه قوماندان شاه محمد د سپرلۍ موټر په نښه کړی وو، چې د چاودنې پر مهال هغه له یوه ساتونکي سره ټپي شوی او روغتیايي حالت يې هم د ډاډ وړ دی او بل چاته زیان نه دی رسیدلی."
د هراود ولسوالي د ارزګان د مرکز ترینکوټ په جنوب ۸۰ کیلو مترۍ کې د هلمند ولایت سره پر پوله پرته ده.
نوموړې ولسوالي تر ولایتي مرکز ترینکوټ وروسته د ارزګان دوهمه مرکزي سیمه بلل کیږي چې ګڼ مېشته او اقتصادي ولسوالي ده.
تر اوسه چا د دې پېښي مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcdjo0f9yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته