کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولې افغان لوبغاړي منیر کاکړ د کرکټ پرېښودو ګواښ کړی؟

5 عقرب 1398 ساعت 18:18


د افغانستان د کورني کرکټ لوبغاړی منیر کاکړ د افغانستان کرکټ بورډ او د غوراوي کمېټه تورن کړي چې د "ناڅرګندو لاملونو له مخې په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه" ورکوي.
هغه د "دغو ناڅرګندو لاملونو" په اړه نور جزیات ورنکړل. ښاغلي کاکړ پر خپل فېسبوک کې لیکلي وو چې که حالت همداسې روان وي، کرکټ به پرېږدي.
منیر کاکړ د جنوبي حوزې لوبغاړی دی چې څه موده مخکې د بنګله دېش په سفر کې د افغانستان د ملي ټیم برخه و. هغه دا انتقادونه له هغه وروسته وکړل چې افغان کرکټ بورډ له ویسټ انډیز سره شل اوریزو او یوې ورځنیو لوبو ته سکوادز اعلان کړل.
ښاغلي کاکړ د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۷مه «لړم ۵مه»  وویل چې د کورني کرکټ پنځو غوره لوبغاړو کې دوهم ځای لري، چې د نوموړي په وینا دا لړۍ له تېرو پنځو کلونو راپدېخوا روانه ده.
هغه وویل:"پرله پسې پنځه کاله چې یو لوبغاړی ټاپ کوي، نو هغه ته د چانس زمینه نه برابریږي او بیا تر هغه وروسته هم ښه ځلېږي، خو بیا هم هغه ته په ملي لوبډله کې ځای نه وي، نو لوبغاړي وکي څه؟ اوس هم د خپل حق غوښتنه کوو، بیا یې هم کوو."
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز بیا د ویسټ انډیز په وړاندې د لوبډلې د اعلان پر مهال ویلي و چې بنګله دېش ته په وروستي سفر کې د ښاغلي کاکړ کارکردګي ښه نه وه.
هغه ویلي کوم کسان چې له نوموړي سره په رقابت کي و، لکه رحمان الله ګربز،افسر ځاځی او اکرام علي خېل له تخنیکي پلوه یې نسبت کاکړ ته وړتیا ښه وه.
د منیر کاکړ له انتقادونو وروسته د افغان کرکټ بورډ غړي ضیاالحق امرخېل پر خپل ټوېټر ولیکل چې د وروستیو ستونزو د هواري په هدف به غونډه راغواړي.


د مطلب کود: 194087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194087/ولې-افغان-لوبغاړي-منیر-کاکړ-د-کرکټ-پرېښودو-ګواښ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com