دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 194089
فاریاب کې ماین چاودنې پنځه ماشومان وژلي
د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دغه پېښه نن یکشنبه  «لړم ۵مه» د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ په ګدای قلعه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش  وویل، چې دغه ماین په سیمه کې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.
ښاغلي یورش وویل: "دغه ماشومان له ۸ څخه تر ۱۶ کلونو عمرونه لري، چې له سړک څخه د تېرېدو پرمهال ورباندې ماین چاودنه کړې ده."
د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښتې د ملکي تلفاتو لامل شوي دي.
بلخوا د فاریاب د پولیسو ویاند سربیره  وویل، چې طالبانو تېره شپه د پښتون کوټ ولسوالۍ د سقوط په هدف پراخ بریدونه وکړل، چې بېرته پر شا وتمبول شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه جګړه کې ۳۵ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلینو ویلي، چې په وژل شوو طالبانو کې قاري علاوالدین، صوفي حمیدالله او قاري محمد شامل دي.
طالبانو تر دامهاله د پښتون کوټ ولسوالۍ د ماین چاودنې او جګړه په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
https://avapress.com/vdcg7t9qyak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته