کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولایتي شورا په پاکستان کي دکندهار د انارو پر لوړمحصول اندېښنه وښوول

5 عقرب 1398 ساعت 19:12


د ولایتي شورا د یکشنبې غونډه، چي د شورا د مرستیال حاجي عبدالقیوم بارکزي په مشرۍ جوړه سوې وه پر مهال یې یوشمېرغړو هم برخه اخیستې وه.
د ولایتي شورا غړی حاجي محمد نادر وایي، پاکستان دي د کندهار پر انارو کم محصول واخلي، څو وروسته د دوی د مېوو او سبزي جاتو څخه هم افغان حکومت کم محصول تر لاسه کړي.
دولايتي شورا د يکشنبې په غونډه کي په پاکستان کي د کندهار د انارو د لوړ محصول اړوند خبري وسوې.
د شورا مشر او غړو له پاکستاني لوري غوښتنه وکړه، چي دغه محصول باید کم کړل سي، څو وروسته د پاکستان د مېوو او سبزیجاتو پر را واریدېدلو هم افغان حکومت کم او پراندازه محصول واخلي.
د ولایتي شورا غړی حاجي محمد نادر وايي، پاکستان هر کال د تازه او وچي مېوې د انتقال پر مهال دغه ډول ستونزي جوړوي، چي دا د کندهار د سوداګرو لپاره خورا لوی زیان دی.
د دوی په خبره د دغه ستونزي د حل لپاره یې هڅي دوام لري.
د ولایتي شورا د یکشنبې په غونډه کي د ژمي په رارسېدو سره د کندهار ښار پر خراب ماسټر پلان هم خبري وسوې د شورا غړی حاجي محمد نادر وايي، خلکو کورونه د پاتاوو او مندو په څنډو کي جوړ کړي او ټولي د اوبو د تېرېدو لاري یې بندي کړي او یا تنګي کړي دي.
نوموړی د زیاتو اوبو د زیانونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښاروالۍ څخه د دغه ډول ستونزو د حل غوښتنه کوي او یادونه کوي چي ښاروالي ریاست دي سر له اوسه لا د ښار چرۍ او پاتاوونه پاک کړي.
هېره دي نه وي چي د شورا د یکشنبې په غونډه کي د خلکو پر عرضپاڼو او ستونزو هم د حل په موخه بحث وسو او یوشمېر عریضې دحل په موخه اړوند ارګانونو ته را جع کړل سوې.


د مطلب کود: 194090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194090/ولایتي-شورا-په-پاکستان-کي-دکندهار-د-انارو-پر-لوړمحصول-اندېښنه-وښوول

آوا
  https://www.avapress.com