دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 194091
ځانګړوځواکونو دعملیاتوپرمهال هلمندکي د وسلوالوطالبانو مهم پټنځایونه له مینځه وړي دي
ځانګړو ځواکونو د خپلو دوامداره عملیاتو په ترڅ کي تیره شپه د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند کودي کلي کي شپني عملیات کړي، چي په پایله کي یې د وسلوالو مخالفينو هغه پټنځایونه، چي دوی د ورانکاره فعالیتونو لپاره استعمالول لومړی تثبیت او وروسته یې له مینځه یوړل.
د عملیاتو پر مهال د یادو پټنځایونو څخه د وسلوالو طالبانو یو شمیر مهم او خاص اسنادونه او شناخته کارډونه هم د افغان ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي، چي پکښي د وسلوالو طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو طرحه سوي پلانونه شامل وه او په دې سره د دوی د یو شمیر ورانکاره فعالیتونو مخه ونیول سوه.
په سیمه کي تر عملیاتو وروسته هلته نژدې سیمو کي ځایي ولسونو د دا ډول عملیاتو څخه خوښي ښوول سوې او افغان ځانګړو ځواکونو ته یې د هر راز مرستي او همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
https://avapress.com/vdcjhxevvuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته