کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځانګړوځواکونو دعملیاتوپرمهال هلمندکي د وسلوالوطالبانو مهم پټنځایونه له مینځه وړي دي

5 عقرب 1398 ساعت 19:14


ځانګړو ځواکونو د خپلو دوامداره عملیاتو په ترڅ کي تیره شپه د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند کودي کلي کي شپني عملیات کړي، چي په پایله کي یې د وسلوالو مخالفينو هغه پټنځایونه، چي دوی د ورانکاره فعالیتونو لپاره استعمالول لومړی تثبیت او وروسته یې له مینځه یوړل.
د عملیاتو پر مهال د یادو پټنځایونو څخه د وسلوالو طالبانو یو شمیر مهم او خاص اسنادونه او شناخته کارډونه هم د افغان ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي، چي پکښي د وسلوالو طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو طرحه سوي پلانونه شامل وه او په دې سره د دوی د یو شمیر ورانکاره فعالیتونو مخه ونیول سوه.
په سیمه کي تر عملیاتو وروسته هلته نژدې سیمو کي ځایي ولسونو د دا ډول عملیاتو څخه خوښي ښوول سوې او افغان ځانګړو ځواکونو ته یې د هر راز مرستي او همکارۍ ژمنه ورکړې ده.


د مطلب کود: 194091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194091/ځانګړوځواکونو-دعملیاتوپرمهال-هلمندکي-د-وسلوالوطالبانو-مهم-پټنځایونه-له-مینځه-وړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com