کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کي د خلکو او دولت ترمنځ شته واټن را کم سوی

5 عقرب 1398 ساعت 19:18


د ارزګان د عدلیي او قضایي ارګانو نو مسؤلین وایې دغه ولایت کي اوس د پخوا په پرتله د دولت سره د خلکو واټن راکم سوی او په دې برخه کي د قانون پلي کول خورا کټور تمام سوی دی.
د ارزګان د محاکمو ریاست کي نن د همږغۍ په میاشتنۍ غونډه کي برخوالو وویل اوس دغلته د پخوا په پرتله د دولت او خلکو تر منځ شته واټن راکم سوی او په دې برخه کي د قانون پلي کول کټور تمام سوي دي.
دغه غونډه هر میاشت د محاکمو ریاست په مشرۍ ترسره کېږي، چې برخوال یي د عدلي او قضایي، کشفي او ملکي ادارو یو شمېر استازي دي
د ارزګان د محاکمو رئیس قضاوت یار فهیم الله نیازي وویل د قانون پلي کول، حق حقدار ته رسول او په ټوله کي پر عدلي او قضایي ارګانو نو د خلکو باور د دې لامل سوی، چې د دولت او خلکو ترمنځ شته واټن راکم سي.
نیازي یو ځل بیا د قانون پر تطبیق ټینګار وکړ او ژمنه يې وکړه چي په ټول توان سره به د قانون پلي کولو او فساد مخینوي په برخه کي کار کوي.
په غونډه کي یو شمېر نورو برخوالو هم پر دې ټینګار وکړ، چې د مجرمینو دوسيې به پر وخت څیړي او د پایلو څخه به یې د اړوند ارګانو نو تر څنګ زندانیان هم خبرېږي.
همدارنګه غونډه کي غوښتنه وسوه چي د قضایې ادارو د مسؤلینو د امنیت خوندیتوب لپاره دي هغوی ته اضافه ساتوونکې ورکول سي، تر څو د امنیتې اړخه ډاډمن سي.
په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا د قانون پر تطبیق او حقدار ته په حق رسولو ټینګار وسو.
د همږغۍ په نوم د عدلي او قضایې او یو شمېر نورو ادارو ترمنځ غونډه هره میاشت د محاکمو ریاست کې په لاره اچول کېږي، چې پر بېلابېلو موضوعاتو پرې بحث کېږي


د مطلب کود: 194092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194092/ارزګان-کي-د-خلکو-او-دولت-ترمنځ-شته-واټن-کم-سوی

آوا
  https://www.avapress.com