کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر او کابل خلک له یو لوی جنایت کار خلاص شول/ سید عبدالله پاچا

5 عقرب 1398 ساعت 19:21


قاري برهان چې لوګر ولایت کې د حقاني شبکې د مهمو قومندانانو څخه و او کابل او لوګر کې به یې لوی بریدونه پلان کول، د جمعې په ورځ یو هوايي برید کې له منځه لاړ او د څو ولایتونو خلک یې له شر وژغورل شول.
قاري برهان له ډيرې مودې راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر تعقیب لاندې و چې بالاخره یې ورځ راورسیده او د خپلو اعمالو په سزا ورسید.
قاري برهان یو بې رحمه انسان و چې هیڅ ډول انسانیت ته ژمن نه و، هغه د پاکستان له ای ایس ای په مستقیم دستور باندې هر هغه ځای کې لوی او واړه بریدونه کول چې ملکي وګړو ته به پکې زیاته مرګ ژوبله اووښتله.
څلور کاله وړاندې به مو د کابل کې د جمهوریت روغتون سره برید په یاد وي، دا برید هم قاري برهان پلان کړی و چې شاوخوا ۵۰۰ ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې وه.
د حقاني شبکې دا مهم قومندان د طالبانو او نورو مشرانو کیسه کې نه و، دې کس پاکستان سره مسقیمې اړیکې درلودلې، له هغه ځای یې امکانات او امرونه اخیستل، د طالبانو کار یواخې دا و چې د دې د شویو بریدونو مسوولیت ومني.
دا انسان صفته وحشي ځناور له څو کلونو راهیسې لوګر کې فعال و چې د لوګر مرکز پل عالم او یو شمېر ولسوالۍ یې تر پوښښ لاندې وې او د خلکو وژلو ته به یې پلمې لټولې.
د ملي دفاع وزارت مالومات ښيي چې د لوګر د محمداغې د برګ په سیمه کې ددې ولایت لپاره د حقاني شبکې د بریدونو مسول قاري برهان ووژل شو.
امنیتي سرچینې وایي چې قاري برهان له خپل مرکز څخه د برګ ډاګ ساحې ته پر لاره وو چې کرولا موټر یې په نښه او له څو تنو نورو سره ووژل شو.
له نوموړي سره څلور تنه نور مهم کسان هم چې هویت یې نه دی رسنیز شوی وژل شوي دي او د برید څخه څو شیبې وروسته یې په مرکز هم چاپه وهل شوې او له منځه وړل شوی دی.
د ډاګ په ساحه کې خلکو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې سیمه طالبانو کلابنده کړې او مړي یې نامعلوم لوري ته وړي دي.
بلخوا د لوګر اوسیدونکي وایي چې قاري برهان په لسګونو قتلونو، سړي تښتونو، لارو نیونو او شوکمارۍ کې ښکیل وو.
برهان د حقاني شبکې مهم غړی وو چې د لوګر په برګ او څو نورو سیمو کې یې مهم مرکزونه لرل او د خلکو له وژلو یې خوند اخیست.
هدفي وژنې، انسان تښتونې، غلا، وژنې، باج ګیري او نور جنایتونه هغه څه و چې قاري برهان او ډلې به یې په افتخار سره کول.
هغه څه ښه وایي، چې کله له خدای څوک باغي شو هغه ته هر کار خوند ورکوي او هیڅ جنایت باندې ایسار نه دی، نو قاري برهان له خدای یاغي شوی و او بلاخره د خپلو اعمالو په سزا ورسید.
د الفتح عملیاتو له پيل څخه تر دې دمه سږ کال طالبانو ډير مشران له لاسه ورکړي او دا لړۍ روانه ده.
طالبان یواځې ځانمرګي بریدونو ته پاتې دي او دا بریدونه ډير کلي له ملکي وګړو قرباني اخلي.
طالبانو فکر کو چې سږ کال یې د فتح کال دی، خو افغان ځواکونو داسې ګوزارونه ورکړل چې خوبونه یې ورته تښتولي دي.
شاوخوا پنځلس هغه ولسوالۍ چې د طالبانو په لاس کې وې، سږ کال افغان ځواکونو ونیولې او طالبان یې پکې د جهنم کندې ته ولیږل، افغان ځواکونو چې سږ کال څومره طالبان وژلي، تېرو لس کلونو کې یې نه دي وژلي او په دې سره یې د دوی له سر څخه د فتح نشه یوړه.


د مطلب کود: 194093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194093/د-لوګر-او-کابل-خلک-له-یو-لوی-جنایت-کار-خلاص-شول-سید-عبدالله-پاچا

آوا
  https://www.avapress.com