دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 194106
په امریکا کې د پوهنتون د فراغانو په پارټۍ وسله وال برید وشو
د امریکا د تګزاس په ایالت کې د پوهنتون د فارغانو په لمانځغونډې وسله وال برید شوی دی.
په امریکا متحده ایالتونو کې  د پوهنتون د فارغانو لخوا جوړه شوې  په لمانځغونډې  وسله وال برید شوی دی. 
پيښه  د امریکا په تکزاس ایالت کې رامنتځته شوې ده .
پولیسو  د معلوماتو له مخې  پدې برید کې  ۲ تنه مړه  او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
د تکزاس  ایالت د پولیسو د مشر دفتر  ویلي‌ دي‌ چې د یاد شوي ایالت د ګرین ویل  په ښار کې د تکزاس ای ایند ام  پوهنتون  د ترڅنګ 
د ځوانانو په  د خوښۍ په پارټۍ  وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.
ویل کیږي‌ دا پارټي‌  د یاد شوي‌ پوهنتون  د فارغانو لخوا د خپل فراغت  د لمانځولو په موخه  جوړه شوې وه. 
پولیسو د برید په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې د ه. د یو سیمه ایز تلویزیون خبریال بیا ویلي‌ دي‌ چې  پولیس ګمان کوي‌ چې پډې برید کې  د اټوماتیک ماشیندارې نه کار اخیستل شوی وي.
د برید لامل هم  معلوم  ندی او د برید کوونکي‌ په اړه څه ندي‌ ویل شوي.
https://avapress.com/vdcgzt9q3ak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته