کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حوا علم نورستانۍ:

نه غواړو چې شفافیت د سرعت قرباني کړو

6 عقرب 1398 ساعت 8:58


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا وایي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ ابتدایي پایلې به د روانې لړم یا د عقرب میاشتې پر ۲۳ مه نېټه اعلان شي .
په کابل کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه او غړو یې د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدایي پایلو د ځنډ په اړه خبرې وکړې او وې ویل، چې د یو لړ ستونزو له کبله پخوانۍ ټاکل شوې نېټه د دوی له لورې رد شوې ده، خو وایي چې د وروستي ځل لپاره به د لړم پر ۲۳ مه نېټه د ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان شي.
په مطبوعاتي کنفرانس کې د ټاکنو کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، ټول ولس په دې خبر دی چې ولې د ټاکنو پایلې وځنډول شوې هغه زیاتوي، دوی د هیچا د فشار لاندې نه دي، بلکې د بایو مېټریک سېستم انتقال، په هغې کې تخنیکي ستونزې او د دارملوک کمپنۍ سره په قرارداد کې د یو لړ ستونزو له کبله د پایلو اعلان ځنډول شوی دی، خو په ډاډ سره وایي چې هېڅکله به هم په ډیر سرعت سره شفافیت قرباني نکړي.
په دې خبري کنفرانس کې د ټاکنو کمیسیون کمېشنر مولانا عبدالله هم وویل، چې باید د رایو اکثریت مونږ د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته وروسته اعلان کړې وې، خو د امنیتي ستونزو، د مخابراتي شبکو د کار نه کولو او د یو لړ نورو ستونزو له کبله یې د پایلو اکثریت اعلان نکړ خو وایي چې دا ځل به په ټاکل شوې نېټه د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو یو ځل بیا هم له ټول ولس او په ټاکنو کې د ښکېلو غاړو څخه د پایلو د ځنډ له کبله بښنه وغوښته. دوی زیاتوي، چې د ولس په رایو به هیڅ ډول معامله ونه کړي، بلکې په ټاکل شوې نېټې به شفافې او رڼې پایلې اعلان کړي.
په لومړیو کې ویل کېدل چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې میاشتې پر ۲۷ مه نېټه اعلان شي
خو هغه مهال د ټاکنو کمیسیون د ابتدایي پایلو د ځنډ له کبله بښنه وغوښته، او ټینکار یې وکړ چې د پایلو د ځنډ لامل تخنیکي ستونزې وې.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې نن سهار هم د ټاکنو کمیسیون خبر ورکړی وو، چې په ټولو ولایتونو کې به له مسوولینو وپوښتي چې د بایو مېټریک دستګاوې په کې ورکې شوي دی.
د کمیسیون پر وینا د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته یې ۳۹۱۱۶ بایومیټریک ماشینونه لېږلي و، چې په زیاته اندازه یې ترلاسه کړي، خ و۱۹۹ دستګاوې لاهم نادرکه دی.


د مطلب کود: 194107

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194107/نه-غواړو-چې-شفافیت-د-سرعت-قرباني-کړو

آوا
  https://www.avapress.com