دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 194109
دجمهور رئيس سلاکار:دلوی کندهار د زراعت پياوړتيا د افغانستان پرپښو درېدل دي
دغه څرګندوني په زراعتي او پرمختيايي برخه کي د جمور رئیس ارشد سلاکارعبدالحميد هلمندي کندهار ته دخپل سفر پر مهال دسکتوري رئيسانو سره په يوه غونډه کي وکړې.
ښاغلي هلمندي دعصري زراعت او د اوبو دکاريزو پر زراعتي او اقتصادي ارزښت خپل معلومات شريک کړل او په دې اړه يې د ګډونوالو نظرونه هم واورېدل.
په زراعتي او پرمختيايي چارو کي د جموررئیس ارشد سلاکار عبدالحميد هلمندی، چي کندهار ولايت ته يې د جمهور رئيس په هدايت سفر کړی دخپل سفر په دوهمه ورځ دولايت مقام دغونډو په تالار کي دکلو دپراختيا، کندهار سنديزي حوزې، کرهڼي رياست دريسانو، ولسي تړون دمسولينو او يوشمير مرستندويه موسيسو داستازو سره په ليدنه کي د مځکي پرمخ دسطحي او مځکي لاندي درانو اوبو په برخه کي دافغانستان اسلامي جمهوريت د ترلاس لاندي پلانونو او ددغه اوبو د مهارېدلو په اړه دغونډي ګډون والوته معلومات ورکړه او وويل د اوبو دغه ارزښتمني سرچينې دهيواد په زراعت او اقتصاد کي حياتي ارزښت لري چي په مهاريدو سره به يې په هيواد او بلخصوص په کندهار ولايت کي په زرګونه جريبه شاړه ځمکه دبزګرو کښت ته اماده سي.
ښاغلي هلمندي په ټينګارسره وويل، اوبه زموږ دعزت او ابرو نمايندګي کوي چي بايد د ولس زهنيتونه داسي جوړ سي، چي لمخي يې دبېځايه اوبو داستعمال څخه ډډه وسي.
د جموررئیس سلاکار وزير عبدالحميد هلمندي همدارنګه دپياوړي زراعت دګټو او د اوبو دکاريزونو په ارزښت هم خبري وکړې او وويل پرمختللي زراعت او دکښتونو دخړوبولو لپاره داوبو کاريزونو جوړيده مو کولاسي اقتصاد پياوړی کړي او د ډيرو اوبو داستعمال مخه ونيول سي.
نوموړي وويل مرکزي دولت  پلان لري چي دکندهار په ولايت او یوشمير ولسواليو کي د اوبو دزخيره کولو چيک ډمونه هم جوړکړي.
د جموررئیس سلاکار دطبي نباتاتو پرترويج هم ټنګار وکړ او وويل، دنړۍ ډيرهيوادونه اوس مهال ډيري پيسې ددغه بوټو څخه لاس ته راوړي.
وروسته د کلو او پراختيا رئیس او ولسي تړون مسولينو په دې ولايت او يوشمير ولسواليو کي دخپل لاس لاندي روانو کارونو او پرمختيايي پروژو په اړه دجمهور رئیس ارشد سلاکار ته معلومات ورکړه.
دغونډي په ورستيو کي ټولو ګډونوالو يو په بل پسي په دغه برخه کي خپل نظرونه هم په زراعتي او پرمختيايي چارو کي د جموررئیس سلاکار وزير عبدالحميد هلمندي او ورسره راغلي پلاوي سره شريک کړل.
https://avapress.com/vdcjyxevhuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته