دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 194110
تر دې وروسته به پاسپورټونه د مخابراتو ریاست د پوستي خدماتو دلاري توزیع کیږي
حیات الله حیات د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د پوستي خدماتو ریاست د پرمختیایي مرستیال عزیزالله بخشي او راغلي پلاوي سره وکتل.
د راغلي پلاوي مشر ښاغلي بخشي وویل، کندهار ته يې د راتګ موخه داده، چي تردې وروسته به د پاسپورټ امریت څخه د پاسپورټونو توزیع د مخابراتو ریاست پوستي خدماتو ته انتقال کړي.
ښاغلي بخشي زیاته کړه، چي په ټول هیواد کي دا پروسه سرته رسیدلي ده او یوازي کندهار پاته وو، چي په نژدې ورځو کي به دلته هم یاده پروسه راپیل سي.
وروسته کندهار والي حیات الله حیات وویل، چي یاده پروسه باید خلکو ته خدمات لا هم اسانه کړي او خلکو ته باید د ژر پاسپورټ ترلاسه کولو اسانتیا برابره سي.
ښاغلي حیات زیاته کړه، چي خلکو ته باید د فعاله تیلفون شمیرې، مسیج او فیسبوک له لاري د پاسپورټ د رارسیدو خبرتیا نشر او معلومات شریک سي، تر څو خلک سرګردانه نسي او اسانه خدمات ترسره سي.
https://avapress.com/vdcb8ab8grhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته