دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 194111
دمؤسسوترمينځ دهمغږۍ دپياوړتيا اوکارکوونکو دظرفيت لوړني اړوند ورکشاپ پيل سو
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر کي د جنوب‌لوېديځي حوزې د مؤسسو د همغږۍ ادارې يا (SWABAC) له لوري د مؤسسو تر مينځ د همغږۍ او ظرفيت لوړوني اړوند د يو شمېر مؤسسو ۳۰ تنو ښځينه او نارينه کارکوونکو ته پنځه ورځنی ورکشاپ پيل سو.
د ورکشاپ په پيلېزه غونډه کي کندهار والي حيات‌الله حيات د ټولو ملي او نړيوالو مؤسسو څخه مننه وکړه، چي د خپلو امکاناتو مطابق يې په بېلابېلو برخو کي خدمات وړاندي کړي دي.
ښاغلي حيات حيات د مؤسسو تر مينځ د همغږۍ او د ستونزو د تشخيص لپاره ياد ورکشاپ اړين وباله او په خبره يې افغانستان د مخ پر ودې هېوادونو له جملې څخه دی، ځکه خو په کار ده، چي د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وسي.
کندهار والي د مؤسسو له استازو غوښتنه وکړه، چي د راتلوونکي انکشافي پلان په جوړولو کي دي خپل نظريات دولايتي ادارې سره شريک کړي، څو په پوره همغږۍ بېلابېلو برخو ته پاملرنه وسي.
کندهار والي ډاډ څرګند کړ، ولایتي اداره د مؤسساتو ترمینځ همغږۍ، د ستونزو تشخیص، انکشافي پلانونو عملي کولو او ښه مدیریت لپاره ژمنه ده او په دې برخه کي یو شمېر ځانګړي پلانونه هم په پام کي لري. یاد ورکشاپ به پنځه ورځي دوام وکړي او پر مهال به یې د یادي موضوع اړوند د ستیج پر سر او ګروپي شکل ګډونوال خپل نظریات، وړاندیزونه او طرحي سره شریکي کړي.
https://avapress.com/vdccs0qss2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته