دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 194115
د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانېږي
تر اوسه د رایې ورکوونکو دقیق ارقام نه شته، درملوک کمپنۍ لومړی د رایو ورکوونکو یو ډول ارقام راکړي او دویم ځل یې بل ډول ارقام راسره شریک کړي دي د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې ځنډ درغلیو او لاسوهنې ته زمینه سازي کوي، د پایلو د اعلان ځنډ اندېښمن کړي یو (څارونکي)
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په خپل لاس جوړ کړی طرزالعمل تر پښو لاندې کړ او وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانوي.
کمېسیون که څه هم پرېکړه کړې وه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان یا تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه اعلانوي، خو له دې نېټې د ۱۰ ورځو له تېرېدو وروسته یې د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د ولسمشرۍ  د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب یا لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، نوی مهالوېش یې له مشورو وروسته جوړ کړی، څو د ځنډ امکان په کې نه وي.
دې وویل: “ما، کمېشنرانو او زموږ ټول ټیم له دارالانشا سره یو ځای په دې کار وکړ چې د تخنیکي ستونزو مخه هم ونیسو او هغه نېټه چې نن مو اعلان کړه، بیا نقض نه شي.”
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه د رای ورکونکو دقیق ارقام هم په لاس کې نه لري.
د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وايي چې درملوک کمپنۍ لومړی د رایه اچوونکو یو ډول ارقام ورکړي او دویم ځل يې د ۱۳۷زره او ۶۳۰ رایو په توپیر سره نور ارقام شریک کړي، چې تر اوسه تائید شوي نه دي.عبدالله وايي، تر اوسه پورې له دوی سره هغه ارقام په لاس کې نشته، چې په کومه کچه خلکو انتخاباتو کې ګډون کړی دی.
مولانا عبدالله وایي چې د درملوګ کمپنۍ له خوا د رایو له تصفیې وروسته د رایو د پلټنې او بیا شمېرنې په خاطر د کمېسیون کارکوونکي د څارونکو په حضور کې ولایتونو ته ځي او سالمې رایې به په فورمو کې درج کېږي او وروسته به مرکز ته را لیږدیږي او په سیسټم کې له داخلېدو وروسته به نتایج اعلانیږي.
بل لور ته بیا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم استازي داوود سلطان‌زوی وايي دوی د کمېسیون پرېکړې اندېښمن کړي.ده زیاته کړه، هر څومره چې د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې ځنډ راځي، هومره درغلۍ او لاسوهنې ته لار هوارېږي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم استازي محمد یونس نواندېش هم وايي، دوی ته له یوې اونۍ زیات ځنډ د منلو نه دی.
دی وایي: “له ۷ تر ۸ ورځو ځنډ یو طبیعي خبره وه، ځکه د همدې ورځو په اوږدو کې د معلوماتو ملي مرکز ته ډېټا ونه لېږدول شوه، خو له دې د زیاتو ورځو ځنډ موږ ته اندېښمنوونکی دی.”
دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې غړي په دې باور دي، چې د انتخاباتو د پايلو ځنډېدل نه شي توجیه کېدلی او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون بايد مسوولانه چلند وکړي.
https://avapress.com/vdcgqt9qnak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته