دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 194117
د سوداګرۍ او صنایعو خونه:په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳۰۰ ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي
کابل – د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳ سوو ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پراختیا رئيس میر زمان پوپل  وویل، اوس د یوې کیلو جلغوزیو بیه د افغانستان په بازارونو کې ۲۵۰۰ افغانۍ او په نړېوالو بازارونو کې ۳۰ ډالر ده. 
د میر زمان په خبره، چین ته د جلغوزیو صادارت له دې هېواد سره د هوايي دهلېز تر پرانيستې وروسته ښه شوي دي.
 په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د جلغوزیو بازار په هند، عربي متحده اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د پام وړ دی.
https://avapress.com/vdciz5azyt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته