کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او صنایعو خونه:په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳۰۰ ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي

6 عقرب 1398 ساعت 10:50

کابل – د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳ سوو ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.


د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پراختیا رئيس میر زمان پوپل  وویل، اوس د یوې کیلو جلغوزیو بیه د افغانستان په بازارونو کې ۲۵۰۰ افغانۍ او په نړېوالو بازارونو کې ۳۰ ډالر ده. 
د میر زمان په خبره، چین ته د جلغوزیو صادارت له دې هېواد سره د هوايي دهلېز تر پرانيستې وروسته ښه شوي دي.
 په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د جلغوزیو بازار په هند، عربي متحده اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د پام وړ دی.


د مطلب کود: 194117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194117/د-سوداګرۍ-او-صنایعو-خونه-په-تېرو-۱۰-ورځو-کې-له-۳۰۰-ټنو-زیات-جلغوزي-چین-ته-صادر-شوي

آوا
  https://www.avapress.com