دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 194121
افغانستان د بغدادی وژل کېدل داعش ډلې ته لوی ضربه بولی
آوا خبرګزاری، کابل: افغانستان دولت د یو خبرپاڼی په خپرولو سره د داعش ډلې رهبر ابوبکر بغدادی وژل کېدل ددی ډلې لپاره لوی ضربه بولی. ابوبکر بغدادی د داعش تروریستی ډلې رهبر د امریکایی ځواکونو عملیات په جریان کې په سوریه کې ووژل شو.
افغانستان اسلامی جموری دولت ددی عملیات څخه ښه راغلاست ترڅنګ، تروریزم د بشریت دشمن بللی او ویلی دی چی تروریزم مرز نه پيژنی او ټول سیمی او نړۍ امنیت او ثبات ته ګواښ دی.
په اعلامیه کې راغلی دی چی ابوبکر بغدادی د تروریستی ډلې یو خطرناک رهبرانو څخه وو او هغه وژل کېدل داعش ډلې ته یو لوی ضربه دی.
اعلامیه کې راغلی دی چی تروریزم کلونو راهیسی د افغانستان خلګو څخه قربانی اخلی، د بغدادی وژل کېدل نه یواځی داچی افغانستان امنیت تامین په برخه کې مهم دی، بلکه نړۍ او سیمی ثبات او امنیت باندی هم اغیزه کوی.
 
https://avapress.com/vdcdxo0ffyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته