دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 194129
چارواکي: افغان ځواکونو د کندز پر دوو ولسوالیو برید په شا وتمبولو
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر دشت ارچي او چهاردرې ولسوالۍ یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

د یاد ولایت امنیه قومندان، جنرال عبدالرشید بشیر (دوشنبې د تلې په ۶مه نېټه) څرګندوي چې تېره شپه لسګونو طالب وسله والو پر دوو ولسوالیو بریدونه ورکړل، خو د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.
ښاغلی بشیر زیاتوي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.
د کندز امنیه قومندان وايي چې په نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همداراز نوموړی څرګندوي چې نښتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په همدې حال کې طالبانو نښته تایید کړې او افغان ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5ab89rhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته