دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 194132
د ننګرهار ولایت د کوټ  په ولسوالۍ کې  په یو ښوونځي کې  چاودنه شوې.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د کوټ په ولسوالۍ  کې په یو نوي  جوړیدونکي  ښوونځي کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی  او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د ۲۰۱ سیلاب قول اردو  ویلي دي چې  د کوټ په ولسوالۍ کې  په یو نوي جوړیدونکي  ښوونځي  کې  چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوو تنو ملکي کارګرانو ژوند د لاسه ورکړی  او  ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
سیلاب قول اردو  دا برید په کلکو ټکو غندلی  دی .
د برید مسئولیت  چا په غاړه ندی اخیستی.  
https://avapress.com/vdcfmjdy0w6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته