خوښ ديک ۰

د ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې په یو ښوونځي کې چاودنه شوې.

د ننګرهار ولایت د کوټ  په ولسوالۍ کې  په یو ښوونځي کې  چاودنه شوې.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د کوټ په ولسوالۍ  کې په یو نوي  جوړیدونکي  ښوونځي کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی  او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د ۲۰۱ سیلاب قول اردو  ویلي دي چې  د کوټ په ولسوالۍ کې  په یو نوي جوړیدونکي  ښوونځي  کې  چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوو تنو ملکي کارګرانو ژوند د لاسه ورکړی  او  ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
سیلاب قول اردو  دا برید په کلکو ټکو غندلی  دی .
د برید مسئولیت  چا په غاړه ندی اخیستی.  
دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود: 194132 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *