دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 194134
فرانسه: په یخچالي لارۍ کې اته افغانان موندل شوي
د فرانسې د شمالي بندري ښار کالې څخه د بريتانيا پر لور په روانه يخچالي لارۍ کې د څلورو ماشومانو په گډون اته تنه پناه غوښتونکي موندل شوي. دغه پناه غوښتونکي چې بخت ورسره ياري کړې ده، ښايي افغانان وي.
په دغه يخچالي لارۍ کې د حرارت درجه اووه سانتي گراده وه. د فرانسوي چارواکو په حواله دغه اته کسان د يخ وهلو له کبله روغتون ته انتقال شوي دي. د چارواکو په خبره مهاجرو ويلي چې هغوی د افغانستان دي.
د لارۍ دواړه په خټه رومانيايي چلوونکي نيول شوي دي. دا چې لارې د کومه ځایه روانه شوې وه، لا روښانه نه ده.  د انسانانو قاچاقبران مهاجر په لاريو کې اروپا ته راولي چې په ترڅ کې یې هغوی له سختو خطرونو سره مخامخیږي. پنځه ورځې تر مخه د لندن په ختيځ کې په يوه کانتينري لارۍ کې د ۳۹ جسدونو تر موندنې وروسته سخته انديښنه څرگنده شوې وه. د پولیسو د اټکلونو پر اساس د دغه احتمالي مهاجرو اصلي هېواد ښایي ويتنام وي. لومړی څېړونکو داسې انگیرله چې ښایي دغه مړه موندل شوي کسان چينايان وي.
«نور ساه نه شم ايستلی، زه به ومرم»
ويتنام په هغو دريو هېوادونو کې راځي چې بريتانيا ته ترې ډېر کډوال قاچاقيږي. په دې وروستيو کې د بريتانوي رسنيو له لارې د احتمالي اغیزمنو کسانو په اړه زړه بوږنوونکي جزيات خپاره شول. له دغه لارۍ څخه يوې ځوانې نجلۍ ښايي په ويتنام کې له خپل مور او پلار سره تماس نيولی وي. بي بي سي شبکې ته په رسېدلي دغه »ايس ام ايس« يا لنډ پېغام کې هغې چې د مرگ په حالت کې وه، ليکلي: «زه ساه نه شم ايستلې، زه به مړه شم.»
خو دا چې دغه ځوانه نجلۍ په رښتيا د لارۍ د ۳۹ قربانيانو څخه يوه ده، تر اوسه په رسمي توگه تائيد شوې نه ده.
د پولیسو په حواله د جسدونو د هويت معلومول له دې کبله سخت شوي چې د قربانيانو خپلوان پخپله هم په غیر قانوني ډول په بريتانيا کې اوسي او ادارو ته له ورتگ څخه ویره لري. اړوندو چارواکو له همدې کبله ډاډ ورکړې چې هغه څوک به تعقيب نه کړي چې له پولیسو سره د دې قضیې په ترڅ کې په تماس کې شي. تر اوسه روښانه نه ده چې دغه ۳۹ کسان کله او له کومه ځايه په لارۍ کې سپاره شوي ول.
https://avapress.com/vdchxknzk23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته