دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 194136
کونړ: د پاکستاني پوځیانو په راکټي بریدونو کې ۳ ښځې وژل شوي، ۴ تنه ټپیان دي
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ، دوکلام سیمه کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو نښته کې درې ملکیان وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۴ نور ژوبل دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم تاند ته وویل، نښته تېره ورځ ماسپښین د پاکستاني ځواکونو د غیر قانوني تحرکاتو له کبله د ولسي غبرګون له کبله پیل شوه او تېره شپه ناوخته سړه شوه.
نوموړی وايي، افغان ځواکونو او ولس د پاکستان د نظامي تحرکاتو مخه ونیوه چې له کبله یې پاکستانیانو پر افغان لوري ډزې وکړې: (( له دې وروسته د پاکستاني لوري لخوا راکټي بریدونو کې ۳ ځايي مېرمنې وژل شوي او یو ماشوم، دوه نارینه او یوه مېرمن ژوبله شوې ده، ټپیان مو ملکي روغتون ته رسولي دي.))
په کونړ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښتې یا هم د پاکستاني پوځیانو له لوري توغندیز بریدونه کومه نوې خبره نه ده، بلکې پاکستان په ځلونو دا کار کړی او افغان حکومت یې هم پر وړاندې کله سخت او کله نرم دریځ خپل کړی دی.
https://avapress.com/vdcjtxevmuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته