کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له DNA او بایومټریکي ټیسټونو څرګنده شوه چې ابوبکر البغدادي وژل شوی دی

6 عقرب 1398 ساعت 14:52


د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي، ابوبکر االبغدادي د سوریې په شمال – لویدیځ باریشه ښار کې وژل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، له DNA او بایومټریکي ټیسټونو په څرګنده توګه ښکاري چې د سوریې په یاد ښار کې ابوبکر البغدادي له خپلې کورنۍ او ملګرو سره وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې ابوبکر البغدادي د محاصرې پر وخت په ځان پورې تړلي ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړې او ځان وژنه یې کړې ده.
ډېریو رسنیو دغه انځورونه خپاره کړي او په راپورونو کې یې لیکلي، چې دغه د ابوبکر الغدادي پټن ځای دی، چې په هوایي بریدونو کې په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
د یادونې وړ ده، چې ابو بکر البغدادي ۴۸ کاله عمر درلوده اصلي نوم یې ابراهیم السامرائې وو او د ۲۰۱۴ کال په جولايي میاشت کې د عراق په موصل ښار کې یې د اسلامي خلافت اعلان وکړ.


د مطلب کود: 194138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194138/له-dna-او-بایومټریکي-ټیسټونو-څرګنده-شوه-چې-ابوبکر-البغدادي-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com