کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په سوریه کې د تیلو زیرمو سیمو ته پوځي تجهیزات ولیږل

6 عقرب 1398 ساعت 15:15

امریکا متحده ایالتونو چې خپل ټول پام د سوریې په ختیځ کې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي تر کنټرول لاندې د تیلو زیرمو ته اړولی دی سیمې ته تازه پوځي تجهیزات ولیږل.


د امریکا  پوځي  د سوریې په ختيځ کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې وای پ جي ترهګرو تر کنټرول لاندې د تیلو  زیرمو  سیمې ته  ۱۷۰ لارۍ  زغروالې موټرې، عسکري تجهیزات  او لوژیستیکي  سامان آلات ولیږل.
د امریکايي ځواکونو  په زغروالو موټرو  او پوځي تهجیزاتو بار لارۍ د عراق شمال نه  د شپې په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو  د سوریې خاورې ته داخل شوې  او د سوریې د قامشلي ولسوالۍ  له لارې  الحسکه او وروسته د دیروزور  ولایت ته  روانې شوې.
ویل کیږي پدې لاریو کې  ۱۷ زغروالې موټرو  او بندو لارو  شتون درلود.
د امریکا متحده ایالتونو د ځواکونو دا لوی کتار  د امریکايي جنګي چورلکو په ملګرتیا سیمې ته انتقال شول . دا پدې وروستیو کې  سوریې ته  امریکايي ځواکونو انتقال شوی  تر ټولو ستر کاروان وو.
د امریکا متحده ایالتونو تیره اونۍ اعلان کړی وو  چې غواړي په سوریه کې د تیلو د زیرمو په سیمو کې خپل پوځي موجودیت  لا قوي وکړي.
د اناتولیا خبري اژانس ویلي دي چې امریکا  تیره ورځ  د همدې موخې په خاطر  په دیروزور ولایت کې خپل پوځي تاسیساتو په قوي کولو پيل وکړ.
امریکايي ځواکونو  د العمر او راملین  د تیلو  زیرمو  ته  ګن شمیر زغروال  موټرې  لیږلي دي.
همداشان  امریکا غواړي چې  پدې سیمه کې  یوه پوځي قرارګاه هم  جوړه کړي . د پوځی هډې په خاطر يي سیمه هم  ټاکلې ده .


د مطلب کود: 194144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194144/امریکا-په-سوریه-کې-د-تیلو-زیرمو-سیمو-ته-پوځي-تجهیزات-ولیږل

آوا
  https://www.avapress.com