دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 194149
سټارک د سریلانکا خلاف دوهمې سيالۍ بهر شو
د اسټرالیا کريکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی مېچل سټارک به د خپل ورور د واده مراسمو کې د ګډون له کبله د سريلانکا خلاف په دوهمه شل اوریزه سيالۍ کې برخه ونشي اخيستلی.
ويل کيږي د هغه په نشتون کې به بېلی سټېنلېک په يوولس کسيزه لوبډله کې شامل شي.
د مېچل سټارک او پاټ کومينس د بهترینه توپ اچونې سره ميلمه سريلانکايۍ لوبډله تيره ورځ د اسټرالیا لخوا په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له ریکارډي ماتي سره مخ شوه.
 د ۲۳۳ منډو په هدف کې سریلانکايۍ لوبډله په ۹۹ منډو وسوځیده او په ۱۳۴ منډو په ستر توپير سره يې سيالي بایلوده. او دا لومړۍ ځل و چې سريلانکا په دومره ستر توپير سيالي بايلي او له بلې خوا اسټرالیا لپاره لومړۍ ځل و چې پخپله خاوره کې مقابلې لوبډلې ته  دومره لوړ هدف ږدي.
د يادې لوبډلې چټک توپ اچونکي پاټ کومینس ويلي، سره ددې چې اسټرالیا په لومړۍ لوبه کې سريلانکا ته سخته ماتي ورکړه، خو بیا هم سريلانکا کمزورې لوبډله نده او اسټرالیا لوبډلې ته ستونزې جوړولی شي.
نوموړي وويل: (( که څه هم تیره ورځ سریلانکا لوبډله له ماتي سره مخ شوه. او ځينې د دوی خطرناک لوبغاړي ښه ونه ځليدل. دا پدې معنا نده چې سریلانکا کمزورې شوي ده. دوی هر وخت په نورو سيریزونو کې وړتیا ثابته کړې او ښه لوبغاړي لا هم ځان سره لري. مونږ باید مخکې له مخکې خبر واوسو.))
مېچل سټارک ورور برينډن چې په نړۍ کې یو بهترین جمپر يا ټوپ وهونکی دی، د هغه د واده مراسمو ترسره کولو وروسته به د پنج شنبې په ورځ مېچل سټارک له خپلې لوبډلې سره يو ځای شي.
پاټ کومینس زیاتوي چې د ځينو بالرانو په نشتون کې دا پدې معنا نده چې اسټرالیا چټک توپ اچوونکي نه لري، بلکې زمونږ ټول چټک توپ اچوونکي شپږ فوټه او شپږ نيم فوټه لوړ قدونه لري. دوی ددې پوره وړتیا لري چې په بونس ويکټ باندې چټکه توپ اچونه ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې د سريلانکا سره د درې شل اوریزو لوبو سيريز پای ته رسولو وروسته به اسټرالیا لوبډله د پاکستان سره پخپل کوربتوب د درې شل اوريزو لوبو سيريز لړۍ پيل کړي.
د پاکستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعيب اختر سر له اوسه خپلو چټکو توپ اچوونکو ته ويلي، چې اسټرالياوي توپ وهونکي تر باونسرو لاندې راونيسي او په سرونو او اورميږونو باندې يې وولي. او په ورته وخت کې يې د لوبډلمشر څخه هم غوښتي چې له دفاعي کپتانۍ څخه تير شي.
https://avapress.com/vdcdoo0fnyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته