دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 194150
د افغانستان په پلازمینه کابل کې  چاودنه شوې.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه  نن د غرمې ساعتونو کې  د احمد شاه بابا مینې په سیمه کې شوې ده .
عینې شاهدانو پدې چاودنه کې د دوو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
سیمه ایزو رسنیو ویلي دی چې چاودنه   د ځای په ځای شوي  یو ماین په پایله کې رامنځته شوې ده .
دا چې د برید هدف څوک  وو پدې اړه څه ندي ویل شوي.
د برید مسئولیت هم  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
https://avapress.com/vdcftjdyxw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته