دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 194153
"د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ درغلۍ او لاسوهنې ته زمینه برابروي"
د انتخاباتو د روڼتیا لپاره د څارونکو بنسټونو شبکه وايي، د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ درغلۍ او لاسوهنې ته زمینه برابروي.

وروسته له هغې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان د عقرب میاشتې تر ۲۳مې نېټې وځنډاوه، دې موضوع اوس له څارونکو بنسټونو سره اندېښنې پیدا کړ ي چې وايي، دا ځنډ لاسوهنو او درغلیو ته زمینه برابروي.

د انتخاباتو د روڼتیا لپاره د څارونکو بنسټونو شبکه وايي، د کمېسیون له‌خوا د دومره لوی ځنډ اعلان د منلو وړ نه دی.
د دې شبکې غړي حبیب الله شینواري د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د پایلو په اعلان کې د ځنډ دلایل څرګند کړي.
ده وویل: "له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له‌خوا انتخاباتي مهالوېش تر پښو لاندې کېږي، دا عمل د منلو نه دی، که د کمېسیون ارشیف ته مراجعه وکړئ، خپله یې ویلي وو چې له بایومټریک دستګاوو ګټه اخلي او کولی شي چې په دوو ورځو کې پایله اعلان کړي."
څارونکي بنسټونه د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې ځنډ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمزوري فعالیت نتیجه بولي.
دا بنسټونه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي، څومره ژر چې کېږي د جمهوري ریاست د انتخاباتو برخلیک روښانه کړي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي مسافر قوقندي وايي، دوی نه غواړي چې دقت د سرعت قربان کړي.

دی وایي: "ستر علت یې همدا و چې موږ نه شو کولای دقت د سرعت قرباني کړو، زموږ دلایل پر ځای دي، ځنډ د درغلۍ په معنا نه دی، بلکې د خلکو د رأی د ساتنې او د رڼو پایلو د اعلان په معنا دی."
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان د ځنډ عمده لاملونه تخنیکي ستونزې، د کمېسیون ضعیف فعالیت، له ولایتونو څخه په ځنډ د موادو رالېږد، یو شمېر اعتراضونه او د درملوګ کمپنۍ ناغېړي ګڼي.
که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستۍ پایلې به د لیندۍ یا قوس میاشتې په ۱۵مه نېټه اعلان کړي، خو څارونکي بنسټونه اندېښنه ښيي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به په سړه هوا کې ونشي کولای چې له اساسي قانون سره سم د وروستیو پایلو له اعلان ۱۵ ورځې وروسته، دوهم پړاو انتخابات وکړي او مجبوراً به دا بهیر د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي تر میاشتې وځنډېږي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دا له وخته مخکې پرېکړه ده.
 
سرچينه : رادیو ازادی
https://avapress.com/vdciw5azpt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته